کابل / دليندې ١٧مه /باختر :
داستانبول _ اسيا دزده دپروسې دغړو هېوادونو د بهرنيوچارو دوزيرانو اتم کنفرانس سبا دلېندۍ دمياشتې په اتلسمه نيټه په استانبول کې جوړېږي .
دغه کنفرانس دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني اودهغه دترکي سيال رجب طيب اردوغان په ويناو سره پرانستل کېږي .
باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې ، په دې غونډه کې به دپنځلسو برخه والو هېوادونو دبهرنيو چارو وزيران او جګپوړي مقامات ، دشپاړلسو ملاتړو هېوادونو او ددغې پروسې ددولسو ملاتړو سيمه ييزو اوبين المللي سازمانونو مقامات ګډون وکړي .
دروان کال کنفرانس ، دسولې ، مشارکت او سوکالۍ تر عنوان لاندې جوړېږي
ددې کنفرانس په پاى کې به ددغې پروسې دلرليد په لاره کې دنويو ژمنو په باب يوه اعلاميه تصويب اوصادره شي .
ختم_ عطاالله _اکرم