داستانبول دبهېر غونډه پاى ته ورسيده

کابل باختردلړم دمياشتې ٩ :
داستانبول دبهېر څلورمه غونډه نن دچين دولسي جمهوريت په پايتخت بيجينګ کې پاى ته ورسيده.
له بيجينګ څخه دباخترآژانس داستول شوي خبريال دخبرله مخې :
دچين صدراعظم لې کيجينګ ددغې غونډې په پرانستوونکې وينا کې  اعلام
وکړ  چې داستانبول دبهېر  دغونډې جوړيدل په افغانستان کې  دسولې اوثبات
دتامينولو او ددغه هېواد داقتصادي پرمختيا لپاره يو روښانه پيغام دى.
ده څرګنده کړه چې  هېواد  يې  په بيلابيلو برخو کې له افغانستان سره  تخنيکي او مالي مرستې  کوي او هڅه او هاند به وکړي چې دسولې اوثبات دتامينولو، دبنسټونو دبيا جوړولو ، کرکيلې  او دکانونو درا ايستلو په برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي او چينايي پانګه وال به دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې په بيلابيلو برخو کې پانګونه وکړي اوله دې لارې به افغانستان  داقتصادي پرمختيا ډګر وي .
دچين صدراعظم اعلام وکړ چې دغه هېواد به  له افغانستان سره په کال کې  دپنځه سوه مليونو  ينو چې ديو اعشاريه  درې څلويښتو مليونو ډالرو معادل کيږي اوپه ټوليزه توګه د ٢٤٤ مليونو  امريکايي ډالرو مرسته وکړي او دغه راز درې زره تنه به  په راتلوونکو پنځوکلونو کې  دظرفيت دلوړولو په خاطر و روزي او پنځه سوه بورسونه به دافغانانوپه واک کې ورکړي .
په دې غونډه کې  دافغانستان جمهوررييس محمداشرف غني په خپلې وينا کې  دکورنيو اوبهرنيو مسلو په وړاندې دافغانستان د دولت پاليسي بيان کړه او ويې ويل  چې ښه حکومت والي اوله فساد او بې عدالتۍ سره مبارزه دده دپروګرامونو په سرکې  ځاى لري .
ديوبل خبرله مخې :
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سرپرست ضراراحمد عثماني له خپل چينايي سيال وانګ وي سره  نن  دچين دولسي جمهوريت په دولتي ميلمستون کې  په يوه خبري غونډه کې   داستانبول دبهېر دڅلورمې غونډې  دنتيجو په باب خبريالانو ته معلومات ورکړل او  اعلام يې وکړ چې دغه غونډه په بشپړه توګه  په برياليتوب سره پاى ته ورسيده او  دآسيا دزړه  غړو هېوادونو  دباور دپيداکولو په  خاطر  دافغانستان دبيا جوړولو لپاره  دڅلورشپيتو ضروري پروژو  دعملي کولو ژمنه  وکړه چې دافغانانو له خوا ددغه هېواد دشخړې دسوله ييز حل ملاتړ کوي .
ددغې غونډې په پاى کې دبيجينګ اعلاميه خپره شوه  چې په هغې کې ويل شوي دي : د آسيا دزړه  هېوادونو   چې  په بيجينګ  داستانبول دبهېر په  چوکاټ کې  ګډون وکړ  دافغانستان له دولت سره   ژمنې وکړې .
دوى دملي وحدت دحکومت له  جوړولو سره  هر اړخيز ملاتړ څرګند کړ او دا کار يې  په افغانستان کې دسولې اوثبات په لاره کې  يو کلک ګام وباله .
دوى دافغانستان دشخړې دحل يوازينۍ لاره  دافغانانو په مشرۍ  او د افغانانو له خوا بين الافغاني  خبرې وبللې او دخپلو هېوادونو دزياتې او ژورې همکارۍ  ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته