سیاست

داستازومجلس عبدالله حبيبيې او ستانکزي ته دباور رايه ورکړه .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
داستازومجلس دملي دفاع وزارت او دملي امنيت دلوى رياست نوماندانو ته دباور رايه ورکړه .
دباختراژانس دخبر له مخې  څه موده مخکې دهېواد دجمهور رييس له حکم سره سم عبدالله حبيبئ  دملي دفاع وزارت دنوماند او محمد معصوم ستانکزي دملي امنيت دلوى رياست دنوماند په توګه معرفي شوي وو .
دولسي جرګې په نننۍ غونډه کې چې  دخلکو  څه ناڅه دوه  سوه تنه استازي حاضر وو  عبدالله حبيبي  د ١٦٧ تاييدي رايو او محمد معصوم ستانکزي داستازو له مجلس څخه د١٦١ رايو په ترلاسه کولو سره ددغو پستونو په ترلاسه کولو بريالي شول .
دغه راز داستازومجلس  دسترې محکمې دعالي شورا دغړي په توګه محمد زمان سنګري ته دباور رايه ورکړه .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته