داستاد خليلي په درناوي علمي _ څيړنيز سيمينار جوړشو
کابل باختردتلې دمياشتې ٢٩ :
داستاد خليل الله خليلي دمړينې دپنځه ويشتم تلين په درناوي نن په پروان ولايت کې يو ورځني علمي _ څيړنيز سيمينار جوړشو
دچاريکارو له ښارڅخه دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې : دغه سيمينار چې په علمي اوفرهنګي چارو کې د جمهوري رياست دسلاکار وزير څيړنپوه زلمي هېوادمل ، دافغانستان دعلومو اکاډمي دمشرتابه هيئت ، دهيواد دشاعرانو او فرهنګيانو اودپروان ولايت دليکوالو په ګډون ددغه ولايت دکنفرانسونو په تالار کې جوړشوي و .
په دې سيمينار کې داستاد خليل الله خليلي دمړينې دپنځه ويشتم تلين له امله دهيواد د جمهوررييس حامدکرزي پيغام دپروان دوالي عبدالبصيرسالنګي له خوا ولوستل شو چې په هغه کې دغونډي د جوړولو په خاطر دپروان له والي او ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ له رياست څخه دقدرداني په ترڅ کې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي : (( استاد خليلي نه يوازي زموږ په هيواد کې بلکې دسيمي په هيوادونوکې دافغانستان دپياوړي اونوميالي شاعر په توګه پيژني ))
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکتر سيدمخدوم رهين پيغام دپروان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ د رييس محمدرستم رستم زاده له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسترو نومياليو دملاتړ دپاليسي له مخې په روان کال کې په کابل کې دپرتمينې غونډي په ترڅ کې داستاد خليلي دادب مقام درناوي وکړ او دا دي په همدي لړ کې دپروان ولايت مسوولين هم دهمدي سياست دتعقيبولوپه لاره کې ددغه ستر شاعر ددرناوي دغونډي په جوړولو بريالي شول.
په پيغام کې دغه راز ويل شوي دي چې استاد په خپل وخت کې نه يوازي دخپلې چاپيريالي دويښتيا ، هوښياري او ذهنونو په روښانولو کې مخکښ رول درلود بلکې دپارسي ادبياتو په حوزه کې لکه ايران ، تاجګستان ، عراق ،. هند اوپاکستان کې زيات اوريدونکې درلودل،
ددغه سيمينار په دوام دکابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو دپوهنځي استادپوهاند محمدحسين يمن ، دپروان دلوړو زده کړو دانستيتوت رييس عطامحمد پويا، دافغانستان دعلومو اکاډمي غړي څيړنپوه عبدالباري راشد، اوڅوتنو نورو ليکوالانو ، شاعرانو داستاد خليلي دشخصيت او کارنامو په باب خپلې علمي او تحقيقي مقالي اوشعرونه ولوستل .
په پاى کې سيمينار د جمهوري رياست ددفتر دتاريخ ليکنې دمسوول استاد دانش بختياري له خوا مثبت وبلل شو.