نړۍ

داسامه کورنۍ به څو ورځې وروسته له پاکستان څخه ووځي .

اسلام اباد  باختر دثور  دويمه

  داسامه بن لادن کورنۍ به څو ورځې وروسته له پاکستان څخه سعودي عربستان ته لاړه شي اوس داموضوع تر غور لاندې ده .

 تيرکال د ثور په مياشت کې  دامريکايې کوماند ديوه ټيم له خوا له هغو عملياتو وروسته چې داسامه بن لادن دوژل کيدو سبب شول  داسامه در ې کونډې  اته ماشومان او يو لمسى دپاکستاني مقاماتو له خوا ونيول شول .

 ټاکل شوې وه دغه دولس تنه  تيره اوونۍ له پاکستان  څخه ووځي ،  خو دقانوني رسمې بهير دنه بشپړيدو له امله ځنډيدلي دي .

 داسامه بن لادن  دکورنۍ وکيل هاتف علي خان  دفرانسې خبري اژانس ته وويل ددغه بهير بشپړتيا  څو نورې ورځې  هم نيسي او  له مقاماتوڅخه نويو خبرونو ته سترګي په لاريواو دهغو ي دوتلو موضوع به په څو راتلونکو ورځو کې معلومه شي.

 دپاکستان  دکورنيو چارو وزارت  مرستيال امتياز صفدر واريچ د تيري سه شنبې په ورځ دفرانسپرس  خبري اژانس ته وويل   لازم سندونه  برابر  شوي او هغوي به ډير ژر ووځي  يواځي  دهغوي دايستلو  موضوع طرحه نه ده  بلکي دهغوي دمنلو موضوع هم طرحه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته