سیاست

داساسي قانون په تطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون دسفر نتيجې وڅيړل شوې .

کابل باختر د ثور ديرشمه :
داساسي قانون په تطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون رييس پوهاندګلرحمان  قاضي نن په کابل کې دسعودي عربستان له سفير سره په خبرو کې دغه هيواد ته دافغاني هيئت دسفر دنتيجو په باب خبرې وکړې .
باختراژانس خبر راکړ  پوهاند قاضي په دغو  خبرو کې  دسعودي عربستان دعدليې وزارت له مقاماتوسره دخبرو وړ موضوعګانو په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل هيله لري چې ترلاسه شوي موافقه ليکونه عملي بڼه غوره کړي
په مقابل کې دسعودي عربستان  سفير ژمنه وکړه چې له ديپلوماتيکي لارې دترلاسه شويو موافقه ليکونو دتحقق په کار کې لازمې هلې ځلې وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته