کابل – باختر د کب دمياشتې ٨
داطلاعاو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات په دغه وزارت کې داساسي قانون ١٢٩ مادې دحکم دنه تطبيق دمخنيوي او پنځه اويايمې مادې دلومړى بند دحکم د رعايتولو په مقصد داساسى قانون پر تطبيق باندې د څارنې له کميسيون سره وکتل.
داساسى قانون پر تطبيق دڅارنې خپلواک کميسيون داطلاعاتو امريت باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې په دغه کميسيون کې وشوه دکميسيون غړى قضاوتيار محمد عارف حافظ او د دولتي ادارو داجرااتو دڅارنې ديپارتمنت رييس محمد فاروق فاکر هم حاضروو.
دکتنې په پيل کې داساسي قانون پر تطبيق دڅارنې دخپلواک کميسيون رييس قانونپوه ډاکتر محمد قاسم هاشمزى عدلى او قضايي مراجعو ته داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دبشرى منابعو دپخوانى رييس روح الامين حبيبي دشکايت په باب ددغه وزارت داحالى په اړوند چې په ترڅ کې يې ادعا کړې وه چې دى دقانوني عذر له په پام کې نيولو پرته له دندې څخه ګوښه شوى او پرځاى يې بل شخص دسي بى ار دسيالۍ دپروګرام له لارې ټاکل شوى دى چې دعدلي او قضايي مراجعو له لارې د هغه له څيړنې وروسته درې ګونې محکمې هم د ده د بست دبيرته نيولو په باب حکم صادر کړى .،خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې موضوع دکميسيون د دولتي اجرااتو دڅارنې د ډيپارتمنت له خوا له هر اړخيزې څيړنې وروسته بايد د روح الامين دحقوقو داعاده کولو په برخه کې د درې ګونو محکمو حکم تطبيق شي.
وروسته دکميسيون غړى قضاوتيارمحمد عارف حافظ ددغه موضوع دحقوقي او قضايي څيړنې وروسته څرګنده کړه چې داساسى قانون د ١٢٩ مادې دحکم له مخې دمحکمو قطعى حکمونه واجب التعميل دى اوکه چيرې دمحکمو حکم تطبيق نه شي داساسى قانون نهه ويشتمه ماده نقضيږي له همدې امله بايد داطلاعاتو او فرهنګ وزارت داساسى قانون دپنځه اويايمې مادې دلومړى بند دحکم له مخې له ځنډ پرته ددغه وزارت دبشري منابعو رياست د بست دنيولو په باب د روح الامين دحقوقو داعاده کولو په برخه کې دمحکمې حکم تطبيق کړي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات ددغه وزارت له خوا داساسى قانون دحکمونو د رعايتولو په باب خبرې وکړې او ژمنه يې وکړه چې دشکايت کوونکى دحقوقو د اعاده کولو په باب اقدام کوي او داساسي قانون پر تطبيق د څارنې کميسيون او نورو اړوندو مراجعو ته ډاډ ورکوي.
1 2 دقیقې لوستل