سیاست

داساسي قانون پرتطبيق دڅارنې دخپلواک کميسيون دقانون دتعديل طرحه وڅيړل شوه .

کابل باختر د وري نهمه :
داساسي قانون په تطبيق دڅارنې دخپلواک کميسيون دقانون دتعديل طرحه نن دجمهور رييس دمرستيال قانونپوه سروردانش او داړوندو بنسټونو دمسوولينو له خوا وڅيړل شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په هغې غونډه کې چې په همدې موخه جوړه  شوې وه دعدليې وزير ، داساسي قانون پرتطبيق  دڅارنې دخپلواک کميسيون رييس او غړواو دسترې محکمې د عالي شورا يوه غړي برخه لرله .
دغونډې په پيل کې  دجمهور رييس مرستيال دموضوع سابقې  او داساسي قانون دتفسير دصلاحيت په برخه کې  دنظر داختلاف په باب ستونزو ته په اشارې سره  ، دقانون ددغې طرحې  څيړنه او د نظر دشته اختلاف پرسر دحل ديوې لارې موندل ضروري  وبلل او ويې ويل ( داساسي قانون دتفسير د صلاحيت پرسر اختلاف په کلي  توګه ددولت  لپاره او سترې محکمې او داساسي قانون پرتطبيق  دڅارنې خپلواک کميسيون ته يوجدي خنډ  دى . )
  ده وويل  ( سره له دې  چې داساسي قانون د ١٢١  مادې له حکم سره سم دسترې محکمې صلاحيتونه په خپل ځاى پاتې دي ، داساسي  قانون پرتطبيق   څارنه هم دتفسير ديو ډول صلاحيت له لرلو پرته امکان نه لري )
دجمهور رييس مرستيال دغه راز وويل چې داساسي قانون دتعديل دطرحې  دڅيړنې  موخه دحل  يوې لارې او تفاهم ته رسيدل دى نه دسترې محکمې يا د کميسيون  دصلاحيت سلب .
په دې غونډه کې داساسي قانون پرتطبيق دڅارنې دخپلواک کميسيون رييس هم رپوټ ورکړ چې ددغه کميسيون دقانون دتعديل  مسوده هم  دهمکارۍ په روحيې سره او دهغې تشې دډکولو په مقصد برابره شوې ده چې داساسي قانون دتفسير په برخه کې شتون لري، وروسته ددغه قانون طرحه دغونډې دغړو له خوا وڅيړل شوه او داړوندو بنسټونومسوولينو دهغې دڅرنګوالي په باب خپلې نظريې  څرګندې کړې .
له هغو خبرو او څيړنو وروسته چې ترسره شوې پريکړه وشوه چې په يوه بله غونډه کې  دې دغه طرحه دسترې محکمې درييس او دسترې محکمې دعالي شورا ديوه غړي ، دعدليې دوزير او داساسي قانون پرتطبيق دڅارنې دخپلواک کميسيون درييس او غړو په ګډون دجمهور رييس دمرستيال په دفتر کې وڅيړل شي . او مشخصه  نتيجه دې ترلاسه شي .
دغونډې په پاى کې دجمهور رييس مرستيال ټينګار وکړ چې  دقانون ددغې طرحې بيا څيړنه دې له اساسي قانون سره سم دسترې محکمې او د څارنې دخپلواک کميسيون دصلاحيتونو ترمنځ دتفکيک داړتيا له مخې ترسره شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته