سیاست

داساسي قانون دتصويب يوه لسمه کاليزه ونمانځل شوه .

کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه
دهيواد داساسي قانون دتصويب يوولسمه کاليزه نن دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ په وزارت کې ديوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دغونډې په پيل کې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ  وزارت مالي او اداري معين وهاب الدين  سادات وويل: داساسي قانون  هدفونه او ښيګڼې  چې زموږ دخلکو دژوندانه ټول اړخونه  پکې څرګندشوي دي داسلام دمقدس دين له اساساتو څخه الهام اخيستى دى  او دقوانينو دمور اوزموږ دملي وثيقې  په توګه بلل کيږي .
ده زياته کړه ددغه قانون   دحکمونو ملاتړ او اطاعت  دافغانستان دټولو اتباعو  ملي وجيبه ده .
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ  وزارت دهيواد داساسي قانون له حکمونوسره سم په تيرو يوولسو کلونوکې ډير ستر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي او ددغه قانون مادې زموږ دکړنو لارښودې دي  وروسته داساسي قانون پرتطبيق باندې دڅارنې دخپلواک کميسيون استازي محمدفاروق فاکر زموږ دخلکو په ټولنيز  ژوندانه کې داساسي  قانون درول او هدفونو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل دغه ملي وثيقه  چې داسلام دمبين دين پربنسټ  جوړه شوې ده په هغې کې دخلکو فردي ازادۍ او عقايدو ته  ددرناوي  يادونه شوې ده چې يويې دهيواد داتباعو دحقوقو رعايتول دي اوحکومت مکلفيت لري چې داساسي قانون دتطبيق  او رعايتولو بهير وڅاري .
  دغه راز په دې غونډه کې داترا ادارې غړى انجنيرخير محمد فيضي  او يوشمير نورو برخه والو  هم دموضوع په باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته