کابل باختردوري دمياشتې ١٩ :
دازبکستان داسلامي تحريک دتروريستي ډلې يو غړى نن په فارياب ولايت کې ونيول شو.
دغه سړي په المارولسوالي کی دافغان اوناټو دځواکونوپه گډو عملياتو کي نيول شوي دي.
ناټو باختراژانس ته ديوى خبرپاڼي په ليږلوسره ددغه سړي نيول تائيد کړي او ويلي يي دي چې ده په فارياب کې دازبکستان داسلامي تحريک غړو او وسله والو طالبانو ته دمالي امکاناتو اوجنګي وسايلو دبرابرولو مسووليت په غاړه درلود.
په دې خبرپاڼه کې دعملياتو په بهيرکې دافغان اوناټو ځواکونو اوملکي وګړو داحتمالي سرزيان په باب څه نه دي ويلي