کابل باختر د وري اوومه
دازبکستان داسلامي تحريک يو مشر نن دافغان او ناتو د ځواکونو له خوا په فارياب ولايت کې ونيول شو .
دغه سړى چې هويت يي نه دي څرګندشوي د شيرين تګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې دافغان او ناتو دځواکونو په ګډو عملياتو کې نيول شوي دي .
ناتو باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره دازبکستان داسلامي تحريک ددغه مشر نيول تاييد کړل او وي ويل چې دغه سړى په جنوب کې دطالبانو دتروريستې بريدونوسازمان ورکوونکي و .
په خبرپاڼه کې دازبکستان داسلامي تحريک دغه مشر په افغانستان او په تيره بيا دهيواد په شمال اوجنوب کې دلسګونو خونړيو تروريستې پيښو مسوول بلل شوي دي .
له فارياب ولايت څخه درارسيدلو خبرونو له مخې دازبکستان داسلامي تحريک ددغه مشر د نيولو دعملياتو په بهير کې ، نښته هم شوې ده او دواړو لورو ته دسرزيان هم اوښتي دي .
خو ناتو په دي خبرپاڼه کې يوازي ددوو تنو وسله والو طالبانو دوژلو خبر تاييد کړي دي .
1 1 دقیقه لوستل