تاشکند– باختر دمرغومى پنځه ويشتمه :
دازبکستان جمهور رييس په خپل وخت او په ښه توګه له هرراز تيري سره دمقابلې لپاره ددغه هيواد داردو مدرنيزه کول او دجنګي تياري لوړوالى ضرورى وبلل.
دازبکستان خبري سرچينو پرون وليکل چې دازبکستان جمهور رييس اسلام کريموف دغه ټکى دازبکستان دوسله وال پوځ دجوړيدو د ٢١ کاليزې او دهيواد دساتوونکو دورځې په مناسبت دخپل پيغام په يوه برخه کې څرګند کړى،
ټاکل شوې ده ازبکستان دهيواد دساتوونکو دورځې جشن نن ونماځي.
ده په خپل پيغام کې داټومى تکنالوژى او د ډله ييزې وژنې دپراختيا او دورځ په ورځ زياتيدونکو نښتو ،سياسي او مذهبي بنسټ پالنې خطر او له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته له افغانستان څخه دايتلاف (ايساف)دځواکونو دوتلو په اړوند ورځ په ورځ زياتيدونکي کړ کيچونه د ګواښونو له جملې څخه وبلل.
دازبکستان دجمهور رييس په عقيده بايد دکمپيوترى جرمونو او له خبري تکنالوژى څخه په ګټې اخستنې څخه دخبر رسولو دمنفى نفوذ په شان نړيوال امنيت ته دغير مرسوموګواښونو پراختيا ته بې پروايي ونه کړو.
ده دغه راز څرګنده کړه چې په سيمه کې دبهرنيو ځواکونو دسياسي پراختيا حالات په جدي توګه خرابوي.
1 1 دقیقه لوستل