اقتصاد

داريانا افغان هوايي شرکت نوي الوتکه په الوتنې پيل وکړ .

کابل باختر دسلواغې شپاړلسمه :
داريانا افغان هوايي شرکت بوئينګ -٥٠٠-٧٣٧ ډوله  نوي الوتکه  نن خپله لومړى  الوتنه له کابل څخه هرات ولايت ته  ترسره کړه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  داريانا افغان هوايي شرکت  لوى رييس نادر عمر په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه وويل چې دغه الوتکه يې  ددوو مليونو څلور سوه پنځوسو زرو امريکايي ډالرو په بيه  له موزمبيق   هېواد  څخه پيرودلې ده او شل کاله سابقه لري .
ده وويل  چې دغه الوتکه  له يوسلو شلو څخه تريوسلو پنځوسوتنو سپرليو ظرفيت لري . او سي چک يې ددغه شرکت  دتخنيکي انجنيرانو له خوا ترسره شوى دى .
ده زياته کړه چې داريانا افغان هوايي شرکت په تيرو کلونوکې شپږ الوتکې  درلودې . او له  دوو کلونوراپديخوا  يواځې  درې فعالې الوتکې لري .
نادر عمر زياته کړه چې داريانا افغان هوايي شرکت دستونزو دلرې کولو په خاطر  دغه   ٧٣٧ ډوله  بوئينګ الوتکه پيرودل شوې ده او دغه شرکت په پام کې لري چې په نږدې راتلونکې کې يو بل الوتکه هم وپيري چې په الوتنه کې نيمګړتيا رامنځته نه شي .
ددغې الوتکې  په پيرودلو سره تريوې اندازې پورې ستونزې لري شوي دي اوس  داريانا افغان هوايي شرکت الوتکې قندهار ، هرات ، اودبلخ ولايتونو او له افغانستان څخه بهر داورنچي  ، استانبول ، انقرې ، نوي ډيلي ، جدې ،او مسکو  ښارونو ته  الوتنې  کوي . 
ديادونې وړ ده چې داريانا افغان هوايي شرکت  په  ١٣٣٣ کال کې  په فعاليت پيل کړى دى  
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته