نړۍ

داروپا داتحاديې دبهرنيو چارو وزيران په بروکسل کې عراقي کردانو ته دوسلو دليږلو دتصويب په باب خبرې کوي

بروکسل دويچه ويله باختردزمري دمياشتې  ٢٥ :
داروپا داتحاديې دبهرنيو چارو وزيران به په بروکسل کې  عراقي کردانو ته دوسلو دليږلو دتصويب په باب خبرې وکړي.
عراقي کردان دعراق داسلامي دولت له جګړه مارانو سره چې پخوا دعراق او شام داسلامي دولت په نامه  ياديدل ، مبارزه کوي .
مقامات هلې ځلې کوي چې  کرد ځانمرګو ځواکونو ته دوسلو دليږلوپه لاره کې  داروپا داتحاديې پراخ تائيد ترلاسه کړي .
فرانسې پخوا  ژمنه کړې  ده چې عراقي کردانو ته دزغروالو وسايطو ، اوسپنيزو خوليو او دزغروالو واسکټونو په ګډون  دغيرنظامي تجهيزاتو دبرابرولو په باب غور کوي .
ښايي چې داروپا داتحاديې دغړو هېوادونو دبهرنيو چارو  له  ٢٨ وزيرانو څخه څه ناڅه شل تنه پدې غونډه کې ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته