کابل باختر دثور اته ويشتمه :
داروپا داتحاديې دانتخاباتو له خپلواک کميسيون څخه غوښتي دي چې دانتخاباتو په دويم پړاو کې د شفافيت تامينولو ته دې پاملرنه وکړي .
دباختراژانس دخبر له مخې، دافغانستان دانتخاباتو په باب داروپا داتحاديې کتوونکي هيئت دانتخاباتو په لومړي پړاوکې تقلب ته په اشارې سره دانتخاباتو له خپلواک کميسيون څخه غواړي چې دانتخاباتو په دويم پړاو کې شفافيت ته دې جدي پاملرنه وکړي .
ددغه ټيم مسوولين دانتخاباتو په دويم پړاوکې دشفافيت دزيات تامينولو لپاره دافغانستان دانتخاباتو خپلواک کميسيون مسوول بولي .
دافغانستان دانتخاباتو په باب داروپا داتحاديې دڅيړنې دهيئت رييس تي جيس برمن دشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل دانتخاباتو په لومړي پړاوکې دټولو نوماندانو درايو نتيجې له تقلب سره يوځاى وې .
داروپا داتحاديې نظارتي ټيم دوه انديښنې لري يوه داچې دانتخاباتو شفافيت زموږ درضايت وړ نه وي درايو دشميرنې دبهير کافي معلومات درايو دبيا شميرنې اوڅيړنې په باب اطلاعات دنوماندانو او کتوونکو په واک کې ورنه کړي شوې او دنوماندانو استازو زياتې ستونزې لرې، بله داچې تراوسه پورې زيات تقلب شتون لري دټولو نوماندانو درايو نتيجې له تقلب سره يوځاى وې خوښاغلي برمن زياته کړه سره له دې چې دانتخاباتو په لومړي پړاوکې ديادونې وړ تقلب وشو خو دنوماندانو په درجه بندي کې يې اغيزه نه ده کړې .
دافغانستان دانتخاباتو په باب داروپا داتحاديې دڅارنې دهيئت رييس وايي که څه هم د ١٣٩٣ کال په انتخاباتو کې تقلب شوى دى خو دانتخاباتو په دې دوره کې دتيرو دوو دورو په نسبت دتقلب کچه ټيټه ده .
په همدې حال کې دافغانستان دانتخاباتو خپلواک کميسيون وايي دانتخاباتو په دويم پړاوکې دتقلب دمخنيوي لپاره ژمن دى هغه کسان چې په لومړي پړاو کې يې په تقلب لاس پورې کړى دى عدلي اوقضايي ارګانونو ته وسپاري
ددغه کميسيون ويندوى نور محمد نور دشنبې په ورځ په کابل کې وويل ددغه کميسيون له ٣٦٠٠ متقلبو کارکوونکو څخه دهغوکسانو دوسيې چې جرمي ضبغه لري مسوولو ارګانونو ته ليږي .
2 1 دقیقه لوستل