امنیت

دارزګان په هوايي ډګر کې دچاودنې مخه ونيول شوه

کابل باختر  د کب نهه ويشتمه

  دناټو ځواکونو دارزګان ولايت په هوايي ډګر کې ديوې چاودنې مخه ونيوله .

 وسله والو طالبانو پرون غوښتل چې په ترينګوت  ښار کې هوايي ډګر ته دچاوديدونکو توکو په  ننويستلو  سره  دناټو په ځواکونو بريدونه وکړي خو ويل کېږي چې ناټو ددغو  توکو  په کشفولو سره دچاودنې ديوې پيښې  مخه نيولې ده .

 دارزګان ولايت دپوليسو کشفي  مرستيال ګلاب خان وويل طالبانو يوه زياته اندازه چاوديدونکې توکې په يو مازدا ډوله موټر کې ځاى پرځاى  کړي وو او غوښتل يې  چې هغه دناټو  په ځواکونو ددغو چاوديدونکو توکو په کشف او ترلاسه کولو بريالي شول .

 ويل کېږي  چې طالبان په دې بريالي  شوي وو چې دغه چاوديدونکې توکې له يوې دروازي څخه تير کړي خو په دويمه  دروازه کې دناټو ځواکونه دهغو په کشف  او ترلاسه کولو بريالي شوي وو .

 تراوسه پوري  معلومه نه ده چې دناټو ځواکونه ددغو چاوديدونکو توکو دليږدونکې په نيولو بريالي شوي دي اوکه  څنګه .

 دناټو  ځواکونو تراوسه  پوري په دې  اړوند نظر نه دى څرګند کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته