کابلباختردميزان ٩
د ارزګان ولايت په بزګرانو کيمياوي سره اودغنمو اصلاح شوي تخم وويشل شو.
دارزګان ولايت دمرکز او ولسواليو په دري زره تنو بزګرانو باندې دکيمياوي سره اوداصلاح شويوغنمو تخم د ويشلو پروګرام پيل شو.
د ارزګان دوالي مرستيال شيرپاچا ارګوني ددغو توکو دويشلو په پيل کې وويل : په دغومرستو کې دغنمو پنځه څلويشت ټنه اصلاح شوي تخم اوکيمياوي سره شته.
دده دڅرګندونو له مخي داصلاح شويو غنمو تخم ويشل به په سيمه کې دکوکنارو دکرکيلي دکمښت سبب شي .
دارزګان ولايت دکرنې اومالدارۍ درياست کارکوونکي زلمي الکو وويل : چې دغه مرسته دکرنې او اوبولګولو د وزارت له خوا د ارزګان ولايت له بزګرانو سره شوې ده .
دده دڅرګند ونو له مخې : ددغه پروګرام په چوکاټ کې په هر بزګرد غنموپنځوس کيلو اصلاح شوي تخم ، پنځوس کيلو ګرامه سپينه سره اوسل کيلو ګرامه توره سره ويشل کيږي .
بزګرانو ددولت ددغې مرستې هرکلي وکړ اوويې ويل چې له دې وروسته به غنم دکوکنارو ځاى ونيسى .
دګرم آب دسيمې يو بزګر حاجي ګل نبي وويل : له دولت څخه خوشحاله دي چې له دوي سره يې مرسته کړې ده .
خويو بل بزګرمحمديوسف ترسره شوې مرسته لږ وبلله او ويې ويل چې دوي زياتو مرستو ته اړتيالري .
0 1 دقیقه لوستل