امنیت

دارزګان د والى دسا تو نکو له خوا ديوه خبريال وهل اوډبول

کابلباخترد زمري ٢٢

دارزګان د والى سا تو نکو يو سيمه ييز خبريال وواهه او وډباوه او په مو قتى ډول يې بندى کړ.

دغه پيښه پرون له هغه وروسته وشوه چې دارزګان د والى دساتونکو دسپرلۍ موټر په ترينکوټ ښار کې دپيوستون راډيو دخبريال نجيب لطيف له موټر سره ټکر و کړ

 نجيب لطيف باختر اژانس ته وويل: دارزګان د والى سا تو نکو له دغه ټکر وروسته هغه وواهه اووډباوه اود يو پوځى ټانک  په واسطه يې له ځان سره بيو لى دى .

دغه خبريال له دغې پيښې څخه څو سا عته وروسته له بند څخه ازاد شو او اوس دخپلو ټپونو په درملنې بوخت دى .

 دارزګان ولايت مقاماتو ديوې خبر پاڼې په خپرولوسره د والى دساتو نکو له خوا دنجيب لطيف وهل رد کړى دى خو دغه خبريال دغه ادعا ردوي او وايي چې دى دارزګان د والى د سا تو نکو له خوا وهل شوى او ډبول شوى دى .

 په همدې حال کې دارزګان د والى دسا تونکو له خوا ددغه خبريال وهلو او ډبولو دارزګان اوهلمند د ولايتو نو درسنيو د مسو لينو او کارکوونکو ترمنځ غبرګو نو نه راپار ولى دي .

د هلمند اوارز ګان د ولايتونو خبريالانو د اعلا ميو په خپرولو سره دارزګان د والى دسا تونکو له خوا ددغه خبريال وهل او ډبول غندلى دى او دا کار يې په افغا نستان کې دبيان د ا زادى پرخلاف اودرسا نه يي کار محدودول بللى دى .

نجيب لطيف په پيوستون راډيو سر بيره د قند هار ولايت ديو والى راډيو لپاره هم کارکوي

له بلې خوا د ا طلاعا تو او فرهنګ وزيرډا کتر سيد مخدوم رهين له باختر اژانس سره داړيکى په ترڅ کې دارزګان د والى دسا تونکو له خوا دسيمه ييز او هڅا ند خبريال نجيب لطيف د وهلو او ډبولو له ا مله خواشينى څرګنده کړه او له عدلى او قضا يي مرکزو نو څخه يې وغو ښتل چې موضوع تعقيب کړي

 دغه راز د اطلاعا تو او فرهنګ وزير د ولايتو نو له مسو لينو څخه وغو ښتل چې د ا طلاعا تو دخپرولو مخه ونه نيسي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته