امنیت

دارزګان، فراه او جوزجان په ولایتونو کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

کابل باختر د وري د مياشتې ٢٢ مه
په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۴۰ ترهګر وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وياندمرستیال ، برید جنرال محمد رادمنش، نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د وژل شویو ترهګرو له ډلې، ۱۰ ترهګر د فراه په بالابلوک ولسوالۍ، ۸ ترهګر د جوزجان په درزاب ولسوالۍ، ۱۰ ترهګر د ارزګان د مرکز په اړوند سیمه او خاص ارزګان ولسوالۍ، ۴ ترهګر د فاریاب ولايت په کوهستان ولسوالۍ، د طالبانو د یوه ځایي قوماندان په ګډون ۳ ترهګر د زابل په شا جوی ولسوالۍ، ۳ ترهګر د هلمندولايت په نادعلي ولسوالۍ او ۲ ترهګر د غزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
دغه راز په دغو عملیاتو کې ۳۵ ترهګر ټپیان او ۹ شکمن کسان هم نیول شوي دي.
رادمنش همدارنګه وویل، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم له خوا ۲۴ کړۍ ماینونه چې د ترهګرو له خوا د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د رادمنش په وینا، همدا اوس په ۱۱ ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا ۱۶ تعرضي عملیات روان دي. کومانډو ځواکونو په یو شمېر ولایتونو کې ۶۴ تهاجمي عملیات تر سره کړي او د ترهګرو د پټنځیو د له منځه وړلو په موخه هم ۱۱ هوایي بریدونه شوي دي.
د ملي دفاع وزارت دوياندمرستیال ، ننګرهار، کاپیسا، خوست، لوګر، ارزګان، زابل، فراه، بادغیس، فاریاب، کندز او هلمندپه ولایتونو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات بریالي وبلل او زیاته یې کړه، چې دغه عملیات په بریالیتوب سره پر مخ روان دي.پاى – سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته