امنیت

داردو يوافسر په زابل کې دخپل قوماندان دوژنې په جرم په اعدام محکوم شو

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
په قندهار کې يوې نظامي محکمې دملي اردو يوافسر دخپل  قوماندان دوژنې  په تورپه اعدام محکوم کړ .
په قليچ بيک تور لګول شوى دى چې پنځه مياشتې مخکې يې د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې په خپلې پوځي قرارګاه کې له ناندرو وروسته ننګيالۍ  په ډزو سره وژلى دى .
دافغانستان  په جنوب کې  د ٢٠٥ قول اردو ابتدائيه نظامي محکمې  دسندونوله څيړنې او دخپل قوماندان په وژنې دافسر قليچ بيک له  مستقيم اعتراف وروسته ؛ دى په اعدام محکوم  کړ .
قليچ بيک په دې محکمه کې دخپل قوماندان دوژنې مسووليت  ومانه، خو ويې ويل چې ده نه غوښتل چې هغه ووژل شي .
ده دمحکمې  حکم غير عادلانه  وباله او په دې باب يې دبيا کتنې غوښتنه وکړه .
  د٢٠٥ اتل قول اردو دابتداييه  نظامي محکمې رييس بريد جنرال عبدالجليل    دباخترآژانس خبريال  ته وويل چې دوى دسندونو او دتورن  دمستقيم  اعتراف له مخې ، دى په اعدام محکوم کړى دى .
خو ددغې محکمې رييس وويل چې تورن ددې حق لري  چې دمحکمې په حکم  د نه قناعت په صورت کې په هغه کې  دبيا کتنې غوښتنه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته