امنیت

داردو درې تنه پوځيان دانسان تښتونې په تور ونيول شول

 کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٨ :
درې تنه پوځيان  هغه وخت دامنيتي ځواکونوله خوا  په قندهار ولايت کې ونيول شول  دښوونځي دوه تنه زده کوونکي دهغو له  کورنيو څخه دپيسو داخيستلو په خاطر  تښتولي وو.
په نيول شويو کسانو کې د ٢٠٥ اتل قول اردو پورې اړوند دملي اردو  دوه تنه افسران او يو سرتيرى  شامل دي .
دقندهار ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني دباخترآژانس  خبريال ته وويل  چې د  اردو د دغو پوځيانو په قندهار ښارکې  دوه تنه  زده کوونکي  تښتولي وو او ددوى له کورنيو څخه  د دوى دخوشي کولو په بدل کې  درې سوه زره ډالره غوښتي و.
دقندهار دپوليسو وياند وويل  چې  ددغو دريو تنو پوځيانو دوسيې محکمې ته ليږدول شوي دي   .
د اردو  دغه درې تنه پوځيان  دقندهار په امنيې قوماندانۍ کې رسنيو ته وښودل شول .
دوى په دې انسان تښتونه کې  لاس لرل رد نه کړل ؛  خو يوشمېر کړۍ يې ددغې قضيې اصلي عاملين وبلل .
دقندهار پوليس وايي  چې دانسان تښتونې په دغه بانډ کې دنورو احتمالي عاملينو  دپيژندلو اونيولو لپاره  يې هلې ځلې پيل کړي دي .
دا لومړى ځل دى چې د اردو په  پوځيانو دهېواد په   جنوب کې دانسان تښتونې تور لګول کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته