باکو باختر د تلې نولسمه :
داذربايجان جمهوريت يوه پنځوس کسيزه ډله تازه نفسه پوځيان پرون افغانستان ته روان شول .
دغه ډله به دناتو دغوڅ ملاتړ دعملياتو په چوکاټ کې په افغانستان کې غير جنګي ماموريت ترسره کړي .
داذربايجان جمهوريت دپوځيانو دسولې ماموريت دناتو په چوکاټ کې د ٢٠٠٢ ميلادي کال دنوامبر له مياشتې څخه په افغانستان کې دوام لري .
همدا اوس په ټوليزه توګه داذربايجان جمهوريت دوه نوي تنه پوځيان او هم ددغه هېواد دوه تنه پوځي طبيبان په افغانستان کې دسولې په نړيوالو ماموريتونوکې ګډون لري . داذربايجان جمهوريت او ناتو اړيکې له ١٩٩٤ ميلادي کال څخه دوام لري او دواړه لورې دناتو دستندردونو له مخې داذربايجاني دروزنې او د اذربايجان جمهوريت په ځينو سيموکې دماين پاکولو دعملياتو په ګډون په بيلابيلو حوزو کې همکاري کوي .
داذربايجان جمهوريت يوې ډله پوځيانو پخوا دناتو په قالب کې په عراق او کاسوواکې دناتو په چوکاټ کې پوځي ماموريتونه لرل . ختم_ سعيده +_ اکرم
0 1 دقیقه لوستل