داداري اصلاحاتو دکميسيون دکارکوونکو دسپرلۍ په موټر کې چاودنه وشوه
کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه : دکورنيو چارو وزارت دوياند مرستيال نصرت رحيمي تاييد کړه چې داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون دکارکوونکو دسپرلۍ په بس موټر کې چاودنه شوې ده . رحيمي وويل چې ددغې پيښې له امله دسرزيان هم اوښتى دى خو دقيق شمير يې تراوسه پورې څرګند نه دى . دکورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه چې دغه پيښه دهغه چسپکي ماين دچاودنې زيږنده ده چې مخکې له مخکې په دغه موټر کې ځاى پرځاى کړيى شوي و . دکابل ښار په دې وروستيو ورځو کې په پرله پسې توګه دچاودنو ډګر دى هغه پيښې چې دسرزيان هم له ځان سره لري . ختم_ ف _ اکرم