ټولنه

داجراييه رياست دلومړي مرستيال انجنير محمد خان د ډاډګيرنۍ او خواخوږۍ پيغام .

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٥  :
په علمي مرکزونو او پوهنتونونو برید پر انسانیت او اسلامیت برید دی
تېره شپه ترهګرو یوځل بیا د کابل ښار په یوه پوهنتون وحشیانه برید
ترسره کړ چې له امله يې یوشمیر استادان اومحصلین شهیدان او ټپیان کړل.
دغه وحشیانه برید چې د انسانیت او اسلامیت د دښمنانو لخوا ترسره شو په
سختو ټکو غندم، او ټول ملت ته ډاډ ورکوم چې افغان امنیتي ځواکونه
شپه او ورځ د هېواد د ټولو علمي او اکاډمیکو مرکزونود امنیت د ټینګښت په
خاطر پوره چمتو والی لري.
ترهګر به هیڅکله ونه شي کړى چې په دغه شان وحشیانه بریدونو سره د
افغانانو د زده کړو مخه ونیسي.
د خپل ژورۍ خواخوږۍ اوډاډ ګېرنې مراتب د افغان امریکايي پوهنتون
استادانو او محصلینوته وړاندې کوم، او دالله (ج ) له دربار څخه شهیدانوته دفردوس جنت، ټپیانو ته دسملاسي روغتيا، کورنۍ او خپلوانوته يې د جمیل صبرهيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته