ټولنه

داتومي انرژۍ درياست کارکوونکو خپل معاش دبدخشان دپيښې قربانيانو ته ورکړ .

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :
داتومي انرژۍ دعمومي رياست کارکوونکو نن خپل يو ورځنۍ  معاش دبدخشان په ولايت کې  دخاوريني غونډۍ دښوئيدو دپيښې له قربانيانو سره مرسته وکړه .
دغه کارکوونکي  چې شمير يې يوسلو لسو تنو ته رسيږي نن ددغه انساني ناتار دقربانيانو دفاتحې دمراسمو په پرځاى کولو سره  اعلام وکړ چې خپل يو ورځنۍ معاش دهغوي کورنيو ته  ورکوي
داتومي انرژۍ دلوي رياست  يوه مسوول احمد کريم حبيبي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه اداره دافغانستان له ټولو خلکو او مرسته کوونکو بنسټونو څخه غواړي چې په بدخشان کې دغونډۍ دښوئيدو له تاواني شويو کسانو سره مرسته وکړي .
دبدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ  داب  باريک په کلي د يوې غونډۍ  دښوئيدو له امله څه ناڅه ٢٥٠٠  انسانان تر خاورې  لاندې  شول دژغورنې  ټيمونو ښخو  شويو  کسانو درا ايستلو  کار هغه وخت پاى ته ورساوه چې دهغوى دژوندي پاتې کيدو هيله پاى ته رسيدلې وه 
دسيمې اوسيدونکو او دولتي مسوولينو ددغې پيښې د قربانيانو  لپاره دډله ئيزې جنازې لمونځ اداکړ او دولت هم ددغه کلي دغونډۍ  دښوئيدو دقربانيانو په نامه ونوماوه
دغه پيښه ډير انساني ناتار بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته