دابوريحان البيروني دنړيوال سيمينار دجوړولو دکميسيون علمي کميسيون غونډه وکړه.

کابل باختر د وري د مياشتې ١١ مه
دابوريحان البيروني دنړيوال سيمينار دجوړولو دکميسيون  دعلمي  کميټې غونډه  نن  دعالي شوراګانوپه  چارو کې  دجمهور رئيس  دسترسلاکارشهر زاد اکبر په مشرۍ  جوړه شوه .
دباخترآژانس  دخبريال دخبرله مخې ؛  په دې غونډه کې   چې د جمهوري رياست  د يوشمېر سلاکارانو  او د بېلابېلو دولتي  ادارو  د ريېسانو په ګډون  جوړه شوه  د تېرې غونډې  د کارونو په باب د معلوماتو  د وړاندې کولو ترڅنګ د مقالو د فهرست  ، بلنې  او دعلمي کميټې د مهال وېش او د سيمينار د جوړولو  د طرحې په باب خبرې اترې وشوې.
د علمي کميټې غړو د دغو موضوعګانوپه باب خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل  او د خپلو اجرااتو په باب يې  غونډې ته معلومات ورکړل.
دغه راز په دې غونډه کې د مقالو فهرست ،بلنې او د سيمينارد جوړولو طرحه بشپړه  شوه .
دغه راز شهرزاد اکبر  په ښه  ډول د ابوريحان البيروني د نړيوال سيمينار د جوړولو  او د کميټې د غړو ترمنځ  د زياتې همغږۍ په اړوند ټينګاروکړ.پاىجذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته