ښوونه او روزنه

دآفاقي دنجونو دليسې نوې ودانۍ پرانستل شوه.

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
دتخار ولايت دبنګي ولسوالۍ د آفاقي دنجونو د ليسې نوې ودانۍ نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
دتخار ولايت دپوهنې رياست مالي او اداري مرستيال سيد قطب الدين دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه ودانۍ دآلمان له پرمختيايي بودجې څخه د څه دپاسه دوه سو نوي زرو امريکايي ډالرو په لګښت ديوې جريبه ځمکې په ساحه کې په يو پوړکې جوړه شوې ده.
خبرځاى زياته کړه: په دې ودانۍ کې دولس درسي او څلور اداري خونې، دانګړ ديوال ،د اوبو رسولو سيستم او نور ضروري ملحقات شامل دي چې ددغې ليسې د درسي خونو دکمښت له پلوه دڅه دپاسه پنځه سوه زده کوونکو لرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته