ورزش

دآسيا داتلانو په سياليو کې دافغانستان دفوټبال دملي ټيم بلنه

کابل باختر دکب دمياشتې  ١ :
د افغانستان دفوټبال ملي ټيم   د  آسيا داتلانو  په  سيالو کې  دګډون لپاره  بلل شوى  دى.
دغه سيالۍ به  دجاپان  ، قطر ، سنګاپور او دافغانستان دځواکمنو ټيمونو په ګډون  چې هر يو يې  دآسيا په څلورو  زونونو کې  اتلوالۍ ته رسيدلي دي ،
ترسره شي .
دافغانستان دفوټبال ملي ټيم  دآسيا د جنوب دهيوادونو په سياليو کې په اتلوالۍ سره   دغو مهمو  لوبو ته  دګډون جواز ترلاسه کړى دى.
د آسيا د  فوټبال فدراسيون  د آسيا د اتلوالۍ په   سياليو کې  د ګډون   لپاره دافغانستان دفوټبال ملي ټيم په رسمي ډول بللى دى  او دافغانستان دفوټبال
فدراسيون په دغو سياليو کې  دغه بلنه منلې ده .
زموږ دهېواد ملي ټيم  دآسيا دچلنج  کپ له مهمو سياليو وروسته دآسيا داتلوانو  سياليو ته  وړاندې کيږي .
ددغو لوبو ځاى او دقيقه نيټه تراوسه پورې نه ده اعلام شوې .
دا لومړى ځل دى  چې دافغانستان ملي ټيم  دآسيا  د وچې داتلانو په سياليو کې  دآسيا دجنوب دهيوادونو استازيتوب کوي .
مخکې له دې افغانستان بايد  دآسيا دچلنج کپ په سياليو کې ګډون  وکړي هغه سيالۍ  چې  افغانستان په کې داتلوالي په صورت کې  به   دعربستان ، ايران ، جاپان ، کوريا ، استراليا ، قطر  او ازبکستان په ګډون  دآسيا  د اتلوانوله ټيمونو سره يو ځاى شي .
همدا اوس  پنځه  ديرش  تنه لوبغاړي چې په قطر کې د ملي ټيم په ترکيب کې  دتمرينونو په حال کې دي   ديرش تنه يې  داروپا  په معتبرو ليګونو  کې لوبې کوي  چې له دې جملي څخه به  درې ويشت تنه ملي ټيم ته وټاکل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته