ورزش

دآستراليا دفوټبال ټيم دچين دفوټبال ټيم ته ماتې ورکړه

 -کابل باختر دسلواغې دمياشتې  ٢ :
کوربه ټيم   دصفر په مقابل کې  په دوو سره  دچين دفوټبال ټيم ته ماتې ورکړه .
د آسيا دملتونو جام  ديو پرڅلورم سياليو په دوام  دآستراليا ټيم دچين دفوټبال ټيم ته ماتې ورکړه  او کوربه ټيم نيمه وروستي پړاو ته لاره وموندله   او دجاپان او دمتحده عربي اماراتو   دلوبې  له ګټوونکي سره  لوبه وکړي .
ديوبل خبرله مخې :  د جنوبي کوريا دفوټبال ټيم وکولاى شول  دآسيا دملتونو جام نيمه وروستي پړاو ته لاره ومومي  او دايران او عراق دلوبې له ګټوونکي ټيم سره به لوبه وکړي.
دغو  دوو ټيمونو  په قانوني وخت کې  ونه شوکړاى چې  ګول ووهي  چې لوبه  اضافي وخت ته لاړه  چې  داضافي وخت په لومړۍ نيمايي کې  هيڅ ټيم  ونه شو کړاى  چې دسيال ټيم دروازه پرانيزي .  خو داضافي وخت  په دويمه نيمايي کې د جنوبي کوريا دفوټبال ټيم  وکولاى شول   چې دوه  ځلې دسيال ټيم دروازه پرانيزي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته