ورزش

دآريا دفوټبال ټيم دآرش ټيم ته ماتې ورکړه.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
په هرات ولايت کې دفوټبال د دويم لاس سياليو نن سهار د آريا او د آرش د ټيمونو په لوبې سره  دوام  وموند.
دهرات  ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دې لوبه کې د آريا ټيم ديوې په مقابل کې په دريو سره د آرش ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ په  دغه ولايت کې پيل شوي دي .
ديوبل خبرله مخې :  په هرات کې د ولسواليو دفوټبال دجام سياليو پرون مازيګر
په يوې لوبې سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل :  په دې لوبه کې د داسلام قلعه د ښارګوتې ټيم ديوې په مقابل کې په  دريو سره د شنډنډ پرټيم بريالي شو .
دغه سيالۍ د اوولسو ټيمونو ترمنځ په هرات ښارکې پيل شوي چې ټاکل شوې ده په دوام يې نن مازيګر د کهسان بى  اود ادرسکن ټيمونه  لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته