کابل باختر د کب نهمه :
په هرات کې له شپاړلس کلنۍ څخه ښکته دفوټبال سيالۍ دارش دټيم په اتلوالي سره پاى ته ورسيده .
دهرات دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغه سيالۍ کې د ٢٣ ټيمونو په ګډون څه موده مخکې په هرات کې پيل شوې وې . په پاى کې دارش او سرخ پوشانو ټيمونه وروستي پړاوته لاره وموندله او د وروستي پړاو په لوبه کې دارش ټيم دسرخ پوشانو ټيم ته ماتې ورکړه او دغه ټيم دهرات د ١٣٩٥ کال له شپاړلس کلنې څخه ښکته داتل په توګه وپيژندل شو .
دغه راز دارش او پيمان ټيمونه دويم او دريم مقامونه وګټل او دپامير ټيم ته داخلاق کب ورکړ شو .
12 د یوې دقیقې څخه لږ