خبرونهفرهنګTOPټولنه

خیرخواه: ځوانان دې په دیني او عصري زده کړو ځانونه سمبال کړي، څو د نظام، خلکو او خپلې خاورې د خدمت کولو ستر مسووليت ادا کړي

کابل، د مرغومې ۳۰مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په کندهار کې د ځوانانو یوې لویې غونډې ته په وینا کې وویل چې ځوانان دې په دیني او عصري زده کړو ځانونه سمبال کړي، څو د نظام، خلکو او خپلې خاورې د خدمت کولو ستر مسووليت ادا کړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې ځوانان اړ دي، چې د پرديو د فکري جګړې او ذهنیت خرابولو په وړاندې هوښيار او بيداره و اوسي.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد وویل چې دښمن په فزیکي جګړه کې ماته وخوړه، اوس یې تبلیغاتي جګړې ته مخه کړې او په وروستیو دوو کلونو کې یې تر ټولو ډېره تکیه پر دې وه، چې څنګه مسلکي ځوانان چې دا هېواد، نظام او خلګ ورته اړتیا لري، له هېواده وباسي.

په همدې حال کې د کندهار مرستیال والي مولوي حیات ‌الله مبارک هم ځوانان د ټولني سرمایه وبلله او ویې ویل، چي دښمن په فزیکي جګړه کي تر ماتې خوړولو وروسته اوس تبلیغاتي او فکري جګړه روانه کړې او هڅه کوي، چي د نظام او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي.

په همدې حال کې مفتي نجيب الله المنيب ځوانان وهڅول، چې د اسلامي او وطني احساس له مخې د خپل نظام کلک ملاتړ وکړي، د خپلي خاورې او ولس خدمت وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته