خیرخواه: ولس کلونه – کلونه تېر ایستل شوی و او هېڅ د پام وړ خدمت ورته نه دی شوی
![20240108 152350 0000](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/01/20240108_152350_0000-720x470.png)
کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه لیدنې پرمهال وویل چې ولس کلونه – کلونه تېر ایستل شوی و، هېڅ د پام وړ خدمت ورته نه دی شوی او موږ باید په پوره ژمنتیا د ولس هیلې او ارمانونه پوره کړو.
ملا خيرالله خیرخواه هلته د هرات ولایتي ریاست کې جوړې شوې غونډې ته وویل چې ولس خدمت او کار ته اړتيا لري، څومره چې مو توان وي ځان ترې درېغ نه کړئ.
نوموړي وویل کوم امکانات چې په لاس کې لرو باید پوره ګټه ترې پورته وکړو ترڅو راسپارل شوی مسوولیت مو په ښه توګه سرته رسولی وي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست په وینا موږ باید چا ته ونه ګورو او خپل هېواد به د الله تعالی په مرسته په خپلو مټو ابادوو.
هغه دغه راز د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه او را منځته شوي نوښتونه وستایل.