کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست او د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمېسيون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې عمومي مسوول ملا خيرالله خيرخواه د کندهار د تخته پُل ولسوالۍ په انځرګي کمپ کې د راستنېدونکو د بېلابېلو کمېټو له مسوولينو او استازو سره په ليدنه کې وویل چې د راستنېدونکو خدمت کول زموږ ديني او ملي مسووليت دی.
ملا خيرالله خيرخواه د یادې کتنې پرمهال د بېلابېلو کمېټو د کارونو ستاينه وکړه او په ځینو برخو کې یې ورته اړينې سپارښتنې وکړې.
خيرخواه هلته د مېشتو بېلابېلو کورنيو او بهرنيو مؤسسو خدمتونو او فعاليتونو څخه د لیدنې په ترڅ کې هغوی ته د اسلامي امارت په استازيتوب د همکارۍ ډاډ ورکړ او ترې مننه یې وکړه، چې په مهم وخت کې خيريه او ګټور فعاليتونه ترسره کوي.
نوموړي همدارنګه په کمپ کې د مختلفو کمېټو مسئولين او استازي وهڅول او زیاته یې کړه، چې د ديني او ملي مسئوليت له مخې اړ يو، څو د راستنېدونکو خدمت په ښه ډول وکړو او خپل ولس ته مورال ورکړو، تر څو راتلوونکی ژوند په هېواد کې په امن او خوشحالۍ سره تېر کړي.
د يادولو وړ ده، چي تر دې وړاندې د راستنېدونکو ياد کمپ په سپين بولدک کېي و او هلته خدماتي چارې وړاندې کېدلې، خو اوس ياد کمپ تخته پُل ته را انتقال شوی او دلته یې ټول خدماتي کارونه ترسره کېږي.