کابل، د وږي ۱۸مه، باختر
تېره شپه یو ځل بیا د تل ابیب سړکونه د ۴۰۰ زره د حکومت او په ځانګړې توګه د نتانیاهو ضد قهرېدلو لاریون کوونکو شاهدان وو.
دغو لاریون کوونکو صهیونستي رژیم ګواښلی او خبرداری یې ورکړی، که له حماس سره د اوربند هوکړه لاسلیک او عزیزان یې د فلسطیني مجاهدینو له بنده ورخوشې نه شي، نو اسرایلي ښارونو ته به اور واچوي.
اسرایلو کې د حکومت ضد لاریونونه وروسته له هغې پیل شول، چې د نږدې یو کال په تېرېدو لا هم د نتانیاهو رژیم نه دی توانېدلی، چې د حماس له بند څخه د خپل اتباعو د راخوشې کولو لپاره ګټور اقدامات وکړي.
دغو لاریونونو وروستیو کې د دې له امله زور اخیستی، چې تېره اونۍ غزه کې د شپږو نور بندیانو، چې یو یې امریکایي او پنځه یې اسرایلي و، مړي وموندل شول.
10 1 دقیقه لوستل