سیاستخبرونهفرهنګTOP

خيرخواه: په افغانستان کې اوسني وضعیت د اړيکو د پراختيا او ټينګښت لپاره مناسب فرصت رامنځته کړی دی

کابل، وږي ۲۲مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه روسيې ته د سفر په ترڅ کې نن د سنت پیټرزبورګ ‌د دولت غړي او د دې ولايت د بهرنيو اړيکو له مسؤل ايفګيني دميتريويچ ګريګوري سره په کتنه کې ويلي چې د اړيکو د پراختيا او ټينګښت لپاره مناسب فرصت موجود دی.
ګريګوري په دغه کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست او ورسره پلاوي ته د روسيې په سنت پیټرزبورګ کې د ( کلتوري اتحاد ) ناستې ته چې د سپتمبر مياشتې له ۱۱ مې څخه تر ۱۴ مې نيټې پورې ترسره کېږي د ګډون لپاره ښه راغلاست ووايه او زياته ېې کړه، چې: (مونږ ته د افغانستان وضعیت د درک وړ دی او د کلتوري اړيکو جوړولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو يو).
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په دغه کتنه کې اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراختيا او ټينګښت لپاره مناسب فرصت وباله.
خيرخواه زياته کړه، چې افغانستان د لرغوني تاريخ او اصيل کلتور په درلودو سره د نړۍ د تمدن مرکز دی او اړتيا ده چې د کلتوري ډيپلوماسۍ په پراختيا سره د‌ دواړو هېوادونو اړيکې لا ټينګې شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست همدارنګه د‌ دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو نندارتونونو په جوړولو ټينګار وکړ او د نندارتونونو رول يې د کلتورونو په پېژندلو کې مهم وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته