خبرونهفرهنګTOP

خيرخواه: نړۍ باور نه کاوه، چې اسلامي امارت به حالت مدیریت کړي، خو له ستونزو سره سره موږ په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ شاهدان یو

کابل، د مرغومې ۱۷مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په هرات ولایت کې د «هوسا ولس او مسوول نظام» تر سرلیک لاندې ولسي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وویل تجربو ښودلې چې له یووالي پرته بریا ناشونې ده او په خبره یې، په اوسني نظام کې ټولو قومونو ته ځای ورکړل شوی خو د نړۍ هېوادونه نیوکې کوي چې د افغانستان حکومت ټولګډونه نه دی په داسې حال کې چې د بهرنیانو اکثریت نظامونه ټولګډونه، نه دي.

خیرخواه زیاته کړه چې هېڅوک حق نه لري چې د دولتي ادارو دروازې د خلکو پرمخ وتړي او په وینا یې ستونزې په یوه ورځ نه حل کېږي خو د وخت په تېرېدو سره حل لارې ورته پیدا کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وویل سره له دې، چې نړۍ باور نه کاوه، چې ګواکې اسلامي امارت به په افغانستان کې حالت مدیریت کړي، خو له ستونزو سره سره موږ په بېلا بېلو برخو کې د پرمختګ شاهدان یو.

ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي  وویل د اسلامي امارت مسؤلین د ټولنې او خلکو خدمت کوي او باید د خلکو پرمخ د ادارو دروازې خلاصې وي او هغه چارواکي چې د خلکو خدمت نه کوي او د خلکو ستونزو ته پام نه کوي، د امارت غړی نه دی او د اسلامي نظام خلاف دی.

نوموړي وویل چې که خلک او چارواکي په خپلو مکلفيتونو پوه شي، ستونزې به را کمې شي.

په همدې حال کې د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار وویل چې زموږ شعبې باید د خلکو د ستونزو د حل ځای وي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه چې زموږ مدیریت او اداره باید د محمدي دین او اخلاقو د تبلیغ ځای وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته