خيرخواه: مسوولين بايد ولس ته د ښه خدمتونو وړاندې کولو په موخه لا ډيرې هڅې وکړي

کابل، د مرغومې ۲۱مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري نن په فراه ولایت کې د هوسا ملت او مسؤل نظام تر عنوان لاندې لویه ولسي غونډه ترسره شوه.
د ياد وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه په دغه غونډه کې وويل چې فراه په تېره شل کلنه جهادي دوره کې د مجاهدينو له مهمو سنګرونو څخه وه او د دغه ولايت مسوولين بايد ولس ته د ښه خدمتونو وړاندې کولو په موخه لا ډيرې هڅې وکړي.
خیرخواه زیاته کړه، چې ” بايد د ملي ګټو، خاورې، هېواد او ولسي وګړو د ساتنې لپاره يو بل ته د يووالي لاسونه ورکړو او د دښمن په پوچو تبليغاتو پسې ونه ګرځو.”
هغه همدارنګه وويل چې رسنۍ د حکومت د کور سترګې دي او د ټولو لپاره یو ډول اسانتياوې او امتيازونه په نظر کې نيول شوي او د توان په اندازه يې همکارۍ ته ژمن يو.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین او د فراه مرستيال والي مهاجر فراهي په ياده غونډه کې وويل چې په اسلامي نظام او نبوي سيرت کې د ټولو دندې او مسوليتونه ټاکل شوي دي او مسوولين بايد له ولس سره ښه چلند وکړي او د حکومت دروازې د ملت پر وړاندې خلاصې وساتي.
د يادونې وړ ده، چې د فراه د مختلفو قشرونو استازو په دغه غونډه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مشرتابه سره شريک کړل او د هغوی له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته