کابل د زمري ۳۱ مه، باختر
د خوست د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د ۹ ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوارکي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ګل خالد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د روان کال په تېرو څو میاشتو کې یې ۹ ټنه بې کیفیته خوراکي توکي او درمل له هټیو او درملتونونو څخه راټول او نن یې د سیمه ییزو مسولینو په شتون کې وسوځول شول.
خالد له هټیوالو او درملتونو له خاوندانو څخه وغوښتل چې د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو له پلورلو څخه ډډه وکړي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د عامې روغتیا ریاست له دغه اقدام څخه خوښي څرګندوي او له هغوی څخه غواړي چې په یاده برخه کې خپل نظارت دوامداره وساتي.
4 1 دقیقه لوستل