کابل د تلې ۳ مه، باختر
د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۳۵ ټنه تاریخ تېره توکو او درملو د سوځولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس حاجي احمد د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې په یاد ولایت کې له هټيو او درملتونونو څخه په تېرو ۵ میاشتو کې ۳۵ ټنه تاریخ تېره توکي او درمل راټول او نن د یو شمېر مسوولینو په شتون کې وسوځول شول.
نوموړي زیاته کړې، چې د تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو د مخنیوي په موخه یې هڅې کړندۍ کړي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې د تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو مخنیوی شوی او هره ورځ له هټيو او درملتونونو څخه څارنه ترسره کېږي.