خوست کې ۲ ټنه بې کیفیته طبي مواد وسوځول شول
کابل، د لیندۍ ۱۹مه، باختر
د خوست د ګمرک ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۲ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېره طبي موادو د سوځولو خبر ورکړی دی.
د یاد ریاست تخنیکي مرستیال ملا عیسی جان عرفان باختر آژانس ته ویلي:”دغه توکي چې د غلام خان بندر له لارې هېواد ته راوړل شوي وو، د ګمرک د مسوولینو له لوري نیول شوي او نن د ګډ پلاوي او رسنیو په حضور کې وسوځول شول”.
نوموړي له سوداګرو او هټیوالو وغوښتل چې د هېوادوالو روغتیا ته جدي پام وکړي او بې کیفیته یا تاریخ تېره مواد هېواد ته وارد نه کړي.
هغه زیاته کړه چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې هېواد ته داسې مواد راوړي چې د افغانانو د ناروغۍ او ستونزو لامل وګرځي.
د عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو آمر ګل زار فقیر هم په دې اړه وویل، هڅه کېږي چې د ګمرک ریاست او اړوندو ادارو سره په ګډه هېواد ته د بې کیفیته او تاریخ تېرو توکو د راواردېدو مخه ونیول شي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې لسګونه ټنه تاریخ تېره خوراکي او غیر خوراکي توکي سوځول شوي دي.