خبرونهټولنه

خوست کې د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د سپين جومات د رغولو چارې پيل شوې

کابل، د غبرګولي ۱۲ مه، باختر

د خوست سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د سپين جومات د رغولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ یاد جومات د قطري سوداګر له خوا د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت په درېیو پوړونو کې په اساسي او مجهز ډول جوړېږي، چې په یو وخت کې د ۵۰۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

ورته مهال د یاد ولايت په ګربز ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د بلال په نوم جومات چې په درېیو پوړونو کې په اساسي ډول جوړ او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو او په یو وخت کې د ۲۵۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

هېره دې نه وي چې د یاد جومات د پرانیستلو په مراسمو کې یو شمېر سیمه ییزو او لوپوړو چارو ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته