خبرونهټولنه

خوست کې د ۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت يوې مدرسې ته ودانۍ جوړه شوه

کابل، د غوایي ۲۷مه، باختر
د خوست ولايت اړوند د لکڼو سپينکيو بوړيو په سيمه کې د ۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت د جامعه زينت القرآن للبنات مدرسې لپاره درې پوړیزه ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ چې هر منزل يې ۱۲ خونې او په يو وخت کې د ۱۵۰۰ زده کوونکو د ځايولو ظرفيت لري جوړه شوې ده.
د يادې مدرسې اداري مسوول قاري ابوبکر صديق باختر آژانس سره په خبرو کې وویل چې دغه ودانۍ د یوه کس له لوري رغول شوې، چې تر دې دمه له دغې دیني جامعې څخه ۱۰۰ نجونې د قرآنکريم ناظره زده کړو فارغې او همدا راز ۲۰ تنه عالمانو او ۱۵ تنو حافظاتو ته د فضلیت پګړۍ ور په سر کړل شوې.
د لکڼو سپينکيو بوړيو سيمې اوسېدونکو معلم ګل مرخان او ولايت خان خوښي وښوده چې په دغه سيمه کې د دديني مدرسې ودانۍ په جوړېدو سره به د هغوی خويندې او لوڼې وکولای شي چې ديني علوم په اسانۍ سره حاصل کړي.
دوی همدا راز هيله مندي وښوده چې په ديني مرکزونو کې بايد د عصري علومو زده کړو ته هم پاملرنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته