خوست کې د کرېکټ سیالۍ د خوست برهان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
کابل د لېندۍ ۱۷مه، باختر
د خوست ولایت ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د کرېکټ شل اوریز جام سیالیو د پای خبر ورکړی دی.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د لیګونو مسوول نوید صایم کاکړ باختر آژانس ته ویلي، چې څه موده وړاندې په دغه ولایت کې د ځوانانو راډیو له لوري د ځوانانو کریکټ شل اوریزجام سیالۍ پیل شوې وې، چې د کابل، پکتیا ، ننګرهار، کندز، کندهار او هلمند کلبونو په کې برخه اخیستې وه، چې پای لوبه د خوست برهان او پکتیا نادر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې خوست برهان لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۲۲۲ منډو هدف وټاکه، چې خوست برهان لوبډلې د ۹۹ منډو په توپیر پکتیا نادر کلب لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
ورته مهال د خوست کرېکټ پرمختيايي ادارې مسؤل رحمت ولي مسرور د یادو سیالیو موخه د ځوانو استعدادونو پيدا کول دي، چې نولس کلنو او ملی لوبډلو ته د غوره لوبغاړو په ګوته کول ښودلې دي.
د يادونې وړ ده، چې څو موده وړاندې د خوست کرېکټ پرمختيايي ادارې په چوکاټ کې د پښتونستان پارک په مس عينک لوبغالي کې د خوست او پکتيا د ۱۴ لوبډلو ترمنځ هم شل اوریزې سیالۍ پيل شوې وې.