خوست کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې

کابل، د لیندۍ ۲۴ مه، باختر
د خوست د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولینو د یاد ولایت د ۱۲۰۰ فامیلیو په ازادې مینې پارک کې د ۱۲ ولسوالیو د منتخبو لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ د پيل کېدو خبر ورکړی دی.
د مسوولینو په وینا لومړۍ لوبه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ او مرکز متون لوبډلوترمنځ پیل شوه چې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ لوبډلې توپ وهنه پیل کړه او په ۶ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په له لاسه ورکولو ۴۸ منډې مقابلې لوبډلې ته هدف وټاکه، خو د مرکز متون لوبډلې له کوم زیان پرته په آسانۍ سره دغه منډې پوره کړې.
د یادونې وړ ده، چې په یادو سیالیو کې د ۱۲ ولسوالیو ۱۲ لوبډلې برخه لري چې دغه سیالۍ به یوه اوونۍ دوام وکړي او مالي لګښت یې د AYSO موسسې له لوري ورکول کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته