خوست کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې

کابل د مرغومي ۱۸مه، باختر
د خوست ولایت د اقتصاد ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوې ذخیرې او کانال د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت د صبریو ولسوالۍ به آباد خانې سیمه کې د پاملرنې موسسې او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ د ۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوې ذخیرې او د یوه کانال د جوړېډو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې په دغو پروژه کې شاوخوا اویا کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې وه، چې په پلې کېدو سره د سیمې اوسېدونکو لپاره ګڼې کرنې اسانتیاوې برابرې د اوبو د مدیریت ستونزې حل او د سیمې د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې به مهمې تمامې شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادو پروژو په پلي کېدو خوښي ښودلې او وایي، چې د دغو پروژو پرمټ به یې د کرنې په برخه کې شته ستونزې حل شي.