خبرونهاقتصادټولنه

خوست کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې بشپړې شوې

کابل، د وږي ۲۴مه، باختر

د خوست ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاري روښانتیا په موخه د یوې پروژې د ګتې اخیستنې خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت ښاروال قاري بسم الله بلال د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت په څلورمه ناحیه کې د یاد ریاست او د خصوصي سکټور په همکارۍ د ۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاري روښانتیا په موخه د څراغونو د نصبولو د یوې پروژې چاري بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 نوموړي زیاته کړې، چې یاد ریاست په پام کې لري، چې په راتلوونکي کې په دغه ولایت کې د ۳۲ پرمختیايي پروژو ترڅنګ د خوست ښار عمومی دروازې چارې پیل شي.

 ورته مهال د یاد ښار اوسېدونکو د یادو څراغونو په لګولو خوښي ښودلې، چې د یادو څراغونو په لګولو سره به د خوست ښار ښکلا څو برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته