خوست کې د ځنګلونو د ساتنې شنې قطعې خپل شپږ میاشتنی راپور وړاندې کړ

کابل، د مرغومي ۲۳مه، باختر
د خوست ولایت د امنیې قومندانۍ د ځنګل وهنې د مخنیوي شنې قطعې مسوولینو د خپلو تېرو شپږو میاشتو د فعالیتونو راپور له رسنیو او سیمه ییزو مسوولینو سره شریک کړی دی.
د شنې قطعې مسوولینو ویلي، چې د دې مودې په جریان کې د ۳۸۰ خرواره سون لرګیو غیر قانوني پرې کولو او قاچاق مخنیوی شوی او په دې تړاو لسګونه کسان نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ۴۲۰ ګرځنده ګزمې ترسره شوې دي او د عامه پوهاوي په موخه د سیمې له ولسي وګړو سره ۷۵ ناستې شوې دي.
د شنې قطعې مسؤلینو څرګنده کړه، چې یاده قطعه د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او د خلکو همکاري یې د لا ښې پایلې لپاره اړینه وبلله.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا د دوی د هڅو په نتیجه کې په خوست ولایت کې د ځنګل وهنې مخه تر ډېره بریده نیول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته