خوست کې د والیبال سیالۍ پیل شوې
کابل، د لېندۍ ۱۷ مه، باختر
د خوست ولایت په یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د همغږۍ په نوم د والیبال سیالۍ پيل شوې دي.
د هېواد المپيک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست په خپله اکس(ټویټر) پاڼه لیکلي چې د خوست ولایت په یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د همغږۍ په نوم د والیبال سیالۍ پيل شوي، چې دوه میاشتې به دوام وکړي.
سرچینې زیاته کړې چې د یادو سیالیو په لومړنۍ لوبه کې هارون عمري لوبډلې خپلې سیالې شهزار لوبډلې ته د ۳۵ پر ۳۰ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
ورته مهال ورزشکانو د یادو سیالیو په پیل کېدو خوښي څرګنده کړې او په راتلونکي کې یې د ورته نورو سیالیو د پیل کېدو غوښتنه کړې ده.