خبرونهورزش

خوست کې د فوټبال سیالۍ د کورنیو چارو وزارت لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل د وږي ۱۷مه، باختر

د خوست د فوټبال فدراسیون مسوولینو په دغه ولایت کې د اسحاق حقاني په نوم د فوټبال پيل شویو سیالیو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه ولایت کې د فوټبال سیالۍ یوه میاشت وړاندې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د یاد ولایت څخه بېلابېلو لوبډلو برخه اخیستې وه او پایلوبې ته د کورنیو چارو وزارت او پنزایي لوبډلې لاره پېدا کړه، چې د کورنیو چارو وزارت لوبډلې ۳/۰ پنزایي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو ګټونګې لوبډلې ته ستاینلیکونه او جایزې هم ورکړل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته